خوست کې د سټارلېنک دوه ناقانونه انټرنېټي دستګاوې کشف او ضبط شوې

ځايي چارواکي وایي، په خوست ولایت کې د سټارلېنک دوه ناقانونه انټرنېټي دستګاوې چې په پټه توګه نصب او فعالې وې، کشف او ضبط شوې دي.

د خوست ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ګډ تخنیکي ټیم، د ولایت مقام له رهبرۍ سره په همغږۍ، د تخنیکي او کشفي عملیاتو پر مهال د خوست ښار د یعقوبیو جومات مخې ته د الفلاح مارکېټ په «زرکشان» انټرنېټي شرکت کې دغه دوه دستګاوې موندلې دي.

سرچینه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال د یاد ناقانونه سیستم درې عاملین هم نیول شوي او د قانوني اجراآتو لپاره د خوست امنیې قوماندانۍ ته سپارل شوي دي. د سټارلېنک یادو دستګاوو فعالیت هم په بشپړه توګه درول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او د مشرتابه د لارښوونو له مخې، د سټارلېنک انټرنېټي دستګاوو کارول منع دي او له دې حکم څخه سرغړونه قانوني مسوولیت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا