افغانستان د ازبکستان له برېښنايي صنعتونو د تجربو ترلاسه کولو هڅې کوي

د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار، په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له یو شمېر مخکښو برېښنايي تجهیزاتو جوړونکو فابریکو او صنعتي مرکزونو لیدنه کړې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په دغو فابریکو کې د برېښنا لېږد او وېش اړین تجهیزات، لکه د لوړ او منځني ولتاژ کیبلونه، سویچ‌ګیرونه، سب‌سټېشنونه، هوښیار میټرونه، د ساتنې سیستمونه، کنټرول پینلونه او ترانسفارمرونه د نړیوالو معیارونو له مخې تولیدېږي.

پلاوي د تاشکند له هوښیار برېښنايي شبکې (Smart Grid) او د برېښنا د څارنې او کنټرول له دولتي مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.

د دغه مرکز مسوولینو د برېښنا شبکې د هوښیار مدیریت، د مصرف د آنلاین څارنې، د شبکې د بار د تنظیم او د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

دغه پلاوي د چرچیک له ترانسفارمر جوړولو فابریکې هم لیدنه کړې، چې په بېلابېلو ظرفیتونو برېښنايي ترانسفارمرونه تولیدوي او د سیمې انرژۍ پروژو ته اړین تجهیزات برابروي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، له دغو تجربو او تخنیکي وړتیاوو به د هېواد د برېښنا سکټور د عصري کولو، د تجهیزاتو د کیفیت لوړولو، د هوښیارو برېښنايي سیستمونو د پراختیا او د برېښنايي شبکې د مدیریت د ښه والي لپاره ګټه واخیستل شي.

د شرکت په وینا، دغه سفر به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژۍ، صنعت او تخنیکي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان د برېښنايي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره هم زمینه برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا