تاجیکستان: د افغانستان له لارې د ګډ ټرانزیټي دهلېز ازمایښتي سفر ژر پیلېږي

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، د تاجیکستان، افغانستان او د ایران اسلامي جمهوریت د ګډ ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.
د وزارت په وینا، د تاجیکستان او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ سوداګریز توکي به د افغانستان له لارې ولېږدول شي او په راتلونکو پړاوونو کې به دغه ټرانزیټي دهلېز د مرکزي اسیا هېوادونو او چین بازارونو ته هم وغځول شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، درې واړو هېوادونو تر دې وړاندې د یاد ټرانزیټي دهلېز د جوړېدو په اړه درېاړخیزه هوکړه لاسلیک کړې او د پروژې د عملي کولو لپاره یې ګډه کاري ډله هم جوړه کړې ده.
د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت زیاتوي، ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو یا د نومبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان، تاجیکستان او د ایران اسلامي جمهوریت استازي په کابل کې ګډه غونډه ترسره کړي، څو د یادې پروژې د پرمختګ ارزونه وکړي او د عملي چارو د چټکتیا لپاره لازمې پرېکړې ونیسي.

