د مخابراتو وزارت پنځه ورځنی نندارتون په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پنځه ورځنی نندارتون، چې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، ډیجیټلي حکومتولۍ، نوښتونو او څېړنیزو فعالیتونو د معرفۍ په موخه جوړ شوی و، د رسمي مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د اختتامیې په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، الحاج حافظ محمد امین جان عمري، وویل چې یاد نندارتون د دولتي او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د نوښتونو د ملاتړ او د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور د لا پرمختګ لپاره مهم ګام و. هغه له ټولو ادارو، شرکتونو او ګډونوالو څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، هم د ټکنالوژۍ او عصري خدمتونو د پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ځوانانو له علمي نوښتونو او تخنیکي وړتیاوو ملاتړ د هېواد د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.

د عدلیې وزارت تخنیکي مرستیال، عبدالکریم حیدر، د عصري ټکنالوژۍ پراختیا د وخت اړتیا وبلله او ویې ویل چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له ټکنالوژۍ سمه ګټه اخیستنه د خلکو د خدمتونو د ښه والي او د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده.

همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، مجیب الرحمن شیرزاد، د دغه نندارتون جوړېدل د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره مهم ګام وباله او د وزارت هڅې یې وستایلې.

د مراسمو په ترڅ کې د افغان شاهین، قاصد اکسپرس او ملور رساد پوسټي شرکتونو ته د فعالیت رسمي جوازونه هم ورکړل شول، چې د پوسټي خدمتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د ملاتړ په برخه کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

په دې پنځه ورځني نندارتون کې د هېواد مخابراتي شبکو، معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو، نوښتګرو، محصلینو او نورو بنسټونو په څه باندې ۲۰۰ غرفو کې خپل خدمات، محصولات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

د نندارتون ترڅنګ د سایبري هکتان، کوډنګ سیالیو، څېړنیزو پروګرامونو، تخصصي سیمینارونو، مسلکي غونډو او علمي بحثونو لړۍ هم ترسره شوه.

د اختتامیې په مراسمو کې د سایبري هکتان، کوډنګ او څېړنیزو سیالیو غوره ګډونوال په لپټاپونو، ټابلیټونو او ګرځنده ټیلیفونونو وستایل شول.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له نندارتون څخه د پنځو ورځو په موده کې شاوخوا یو نیم لک کسانو لیدنه کړې او د بېلابېلو شرکتونو ترمنځ یو شمېر سوداګریز او تخنیکي تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه نندارتون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور د پراختیا، د نوښتونو د ودې، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د ځوانانو د استعدادونو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک فرصت ثابت شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا