په ایټالیا کې د پاکستاني وګړي له‌خوا د سوځول شویو افغانانو جسدونه کابل ته ولېږدول شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په ایټالیا کې د وژل شویو درېیو افغان کډوالو جس‍.دونه کابل ته لېږدول شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد افغان کډوال د تېرې جوزا میاشتې په ۱۱مه نېټه د یوه پاکستاني تبعه له لوري د شخصي دښم‍.‍نۍ له امله په یوه موټر کې سوځول شوي وو.

د قربانیانو جس‍.دونه د روانې اسد میاشتې په ۵مه او ۶مه نېټه افغانستان ته انتقال شوي دي.

سرچینه زیاتوي، وژل شوي کسان د بلخ، پروان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي وو، چې عصمت‌الله، فضل امین او امجد صافي نومېدل.

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغه دردناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی.

وزارت همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د هغوی د خوندیتوب، قانوني حقونو او امنیت د تأمین لپاره اغېزمن اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شخصي دښم‍.‍نۍ له امله رامنځته شوې وه او درې واړه افغان کډوال په یوه موټر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا