خوست او پکتیکا کې د دوو قومونو ترمنځ د غره پر سر شخړه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د رېزو سیمې د بورخېلو قوم او د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ګیانخېلو قوم ترمنځ د غره پر سر د ملکیت پر سر نښته له تېرو څلورو ورځو راهیسې روانه ده.

د سرچینو په وینا، دواړه لوري په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخلي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز، ویلي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او دا مهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او د خوست او پکتیکا د ولایتونو د مسؤلینو له لوري د شخړې د هواري هڅې روانې دي.

د سیمه‌ییزو معلوماتو له مخې، د نښتو پر مهال د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د ګلۍ کلي دوه کورونه د توپونو په مرمیو لګېدلي او زیانمن شوي دي.

سرچینې وایي، د یاد غره پر سر لانجه د دواړو قومونو ترمنځ شاوخوا اته لسیزې پخوانۍ ده او د کلونو په اوږدو کې یې څو ځله خونړۍ نښتې رامنځته کړې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې اوږدمهاله شخړه کې تر اوسه د دواړو لورو شاوخوا ۲۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې همداراز زیاتوي چې افغان ځانګړي ځواکونه سیمې ته استول شوي، څو د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی مهار، د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او وضعیت بېرته عادي کړي.

تر اوسه د وروستیو نښتو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي شمېرې نه دي اعلان شوې او د موضوع په اړه د مسؤلو ادارو څېړنې او هڅې دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا