راشد خان د ملي لوبډلې لپاره بېرته ایرلنډ ته ستون شو

د راپورونو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ‌اچوونکي راشد خان ویلي، د ملي لوبډلې لپاره لوبې کول د ده لومړیتوب دی او هر وخت به د هېواد استازیتوب ته تر نورو سیالیو زیات ارزښت ورکړي.

راشد خان دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د «سل توپیز» لیګ سیالۍ یې نیمګړې پرېښودې او د افغانستان ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو لپاره ایرلنډ ته ستون شو.

راپور زیاتوي، راشد خان د «ام‌ آی لندن» لوبډلې په ګټه په خپلې وروستۍ لوبه کې په ۲۰ توپونو کې د ۱۷ منډو په بدل کې پنځه وېکټې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د نوموړي د غوره توپ‌اچونې له امله هغه د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

راشد خان له دې سره یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لوبې کول د ده تر ټولو ستر لومړیتوب دی او د هېواد استازیتوب ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا