کندوز کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي

اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د کندوز ولایت علياباد ولسوالۍ کې د ۶۹ اعشاریه ۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز عمومي روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه روغتون به په پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شي او ټاکل شوې ده چې د جوړېدو چارې یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې، په یاد روغتون کې به د داخله، جراحي او نسایي ـ ولادي څانګو روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي، چې د علياباد ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته به د معیاري روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
اقتصادي معاونیت وایي، د دغه روغتیايي مرکز جوړېدل به د سیمې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا ترڅنګ د خلکو د اساسي روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

