مولانا فضلالرحمن وایي پاکستان دې ستونزې د زور پر ځای د ولسواک بهیر له لارې حل کړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن یو ځل بیا د پاکستان پر اوسني حکومت توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې د حکومت واک کمزوری شوی دی.
نوموړي یوې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار کړی چې د پاکستان روانې ستونزې باید د زور او فشار پر ځای، د اساسي قانون، ولسواک بهیر او ملي مشورو له لارې حل شي. هغه همداراز ویلي چې د کشمیر د خلکو غوښتنو ته باید درناوی وشي او د هغوی پر وړاندې له زور څخه کار وانهخیستل شي.
مولانا فضلالرحمن تر دې مخکې هم د پاکستان د حکومت پر تګلارو نیوکې کړې وې او د لاریونوالو پر ضد یې د پاکستاني ځواکونو اقدامات غندلي وو.
بلخوا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم مخکې ویلي وو چې د پاکستان اوسني سیاسي نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او نور د دوام وړ نه دی.
نوموړي خبرداری ورکړی و چې که روان سیاسي وضعیت همداسې دوام وکړي، د پاکستان ستونزې به لا پراخې او ژورې شي.
همداراز یې د پاکستان پر پارلمان هم نیوکې کړې وې.

