ایران وایي له عمان سره د هرمز تنګي د تګ‌راتګ هوکړې ته نږدې شوي یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ‌راتګ د نوي تنظیم په اړه د ایران او عمان ترمنځ هوکړه وروستي پړاو ته نږدې شوې ده.

غریب‌آبادي ویلي، دغه هوکړه د هرمز تنګي د پخواني وضعیت بېرته راګرځېدو معنا نه لري، بلکې د سوداګریزو بېړیو د تګ‌راتګ لپاره یو نوی او منظم میکانېزم رامنځته کوي چې له مخې به یې د بېړیو د تګ‌راتګ یوه مهمه برخه د ایران له سمندري اوبو ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېړیو د ننوتلو او وتلو لارو، نقشو او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه پراخ تفاهم شوی او د هوکړې وروستي جزییات د بشپړېدو په حال کې دي. د هغه په وینا، ټاکل شوی مسیر لنډمهالی دی او د ایران او عمان ترمنځ د درې اوونیو پرله‌پسې تخنیکي او حقوقي مذاکراتو پایله ده.

غریب‌آبادي همداراز ټینګار کړی چې ایران د خپلو ملي ګټو او سمندري حاکمیت د خوندي ساتلو په چوکاټ کې پرېکړې کوي او د هرمز تنګي په اړه به راتلونکې تګلاره هم د همدې اصل پر بنسټ مخته وړي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي وو چې هرمز تنګی به پخواني وضعیت ته ونه ګرځي او د ایران او عمان ترمنځ د نوي میکانېزم په اړه خبرې په مثبت ډول روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا