ننګرهار کې ۳۶۳ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په کشکک سیمه کې ۳۶۳ جریبه ځمکه له قانوني ارزونې وروسته امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، یاده ځمکه چې څلور کادستري قطعې پکې شاملې دي، تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري څېړل شوې وه.
وروسته، د قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه د وروستۍ پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
اختصاصي محکمې د متصرفینو، کمېسیون، املاکي دفاترو او اړوندو ادارو اسناد او معلومات په دقیق ډول وڅېړل او پرېکړه یې وکړه چې ټولې ۳۶۳ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د عدلیې وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت، استرداد او قانوني ارزونې بهیر په دوامداره توګه روان دی او اړوندې کمېسیونونه، تخنیکي پلاوي او اختصاصي محکمې د اسنادو او قانوني شواهدو له بشپړې ارزونې وروسته خپلې پرېکړې کوي.

