چین په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي بیارغونې پر ملاتړ ټینګار وکړ

چین په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې، د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې پر ملاتړ ټینګار کړی، او اسلامي امارت بیا ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارېدو اجازه ور نه کړي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین د دایمي استازي مرستیال او د دغه هېواد سرپرست شارژدافیر سان لي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور په تړاو ویلي چې اسلامي امارت باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې هڅې دوامدارې وساتي، څو افغانستان د ناامنۍ او ترهګریزو فعالیتونو په مرکز بدل نه شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا له لارې د ثبات او امنیت د ټینګښت ملاتړ وکړي.

د هغه په وینا، چین د منځنۍ اسیا هېوادونو او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره د همکارۍ د پراختیا ملاتړ کوي.

بل لور ته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ غونډې په غبرګون کې ویلي، د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې څرګند دی او افغانستان به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د امنیت د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې ته پابند دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا