قزاقستان افغانستان ته د اوړو صادرات زیاتوي

قزاقستان تمه لري چې د افغانستان له زیاتېدونکې تقاضا سره سم، د روان بازارموندنې کال تر پایه به د غنمو اوړو صادرات یې ۲.۱۲ میلیونه ټنو ته ورسېږي.
د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» د راپور له مخې، قزاقستان د روان فصل په لومړیو لسو میاشتو کې ۱.۸۷ میلیونه ټنه اوړه صادر کړي، چې د تېر کال پرتله ۱۸.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغانستان د قزاقستان اوړو ته تر ټولو مهم بازار بلل شوی او په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۱.۲۳ میلیونه ټنه قزاقي اوړه پېرلي، چې د قزاقستان د ټول اوړو صادراتو نږدې دوهپر درېیمه برخه جوړوي.
راپور زیاتوي چې د روان فصل په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۲۱.۵ سلنه زیات شوي دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اټکل کړی چې افغانستان به د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کال لپاره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ټنه غلو دانو واردولو ته اړتیا ولري.

