د ټرمپ جنرال د ایران له جګړې د وتلو په لټه کې دی

امریکايي رسنۍ سي‌ان‌ان راپور ورکړی چې د امریکا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کین په وروستیو اوونیو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوړپوړو سلاکارانو سره په خصوصي خبرو کې ویلي، واشنګټن باید له ایران سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د وتلو یوه لاره ومومي.

سي‌ان‌ان د شنبې په ورځ، اګست اتمه، د درېیو باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا پوځي ارزونې ښيي، د جګړې د پراخولو ځینې انتخابونه ښايي برعکس پایله ولري او یوازې هوايي ځواکونه د ټرمپ اعلان شوې موخې ته د رسېدو لپاره بسنه ونه کړي.

راپور زیاتوي، جنرال کین خپلې اندېښنې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر جان راتکلیف، بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس سره شریکې کړې دي.

نوموړي هڅه کړې چې له ځمکنیو ځواکونو پرته د پوځي عملیاتو په ګډون، د موجودو پوځي انتخابونو محدودیتونه او احتمالي پایلې روښانه کړي.

ټرمپ تر اوسه ایران ته د ځمکنیو ځواکونو له لېږلو ډډه کړې او باور لري چې هوايي بریدونه کولی شي تهران خبرو او هوکړې ته وهڅوي؛ خو د راپور له مخې، جنرال کین او د کابینې ځینې نور چارواکي د دې لارې پر اغېزمنتیا بشپړ باور نه لري.

د راپور له مخې، د امریکايي مهماتو د زېرمو کمېدل هم له هغو اندېښنو څخه دي چې جنرال کین په وروستیو ناستو کې له ټرمپ سره مطرح کړې دي.

د نوموړي ویاند بیا د محرمو خبرو په اړه له څرګندونو کولو ډډه کړې ده.

سپینې ماڼۍ د جنرال کین له کړنو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې نوموړی خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د جګړې شپږمې میاشتې ته په نږدې کېدو سره، د دیپلوماتیک حل موندلو هڅې هم زیاتې شوې دي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د وضعیت او بېرته پرانیستلو په اړه د یوې احتمالي هوکړې لپاره.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا