دولت وزیري وایي د نظام د دفاع لپاره به د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي

د افغانستان د جمهوري نظام د دفاع وزارت پخواني ویاند دولت وزیري په یوه تازه مرکه کې ویلي، که د اسلامي امارت او مخالفو ډلو ترمنځ وسله‌والې نښتې پراخې شي، دی به د نظام د دفاع لپاره د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي.

وزیري ټینګار کړی چې جګړه د افغانستان ستونزې نه شي حل کولی او د وسله‌والو نښتو دوام به د خلکو ستونزې او کړاوونه زیات کړي.

هغه ویلي، افغان ولس له څو لسیزو جګړو وروسته تر هر څه ډېرې سولې، ارامۍ او عادي ژوند ته اړتیا لري او هېواد باید یو ځل بیا پراخو جګړو ته ولاړ نه شي.

د دفاع وزارت پخواني ویاند له ټولو سیاسي او پوځي جریانونو غوښتي چې خپلې ستونزې د جګړې پر ځای له سیاسي لارو حل کړي. نوموړي ویلي: «پرېږدئ چې خلک په خوښۍ ژوند وکړي.»

د وزیري څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د اسلامي امارت یو شمېر مخالفو ډلو په بېلابېلو سیمو کې د خپلو وسله‌والو فعالیتونو د زیاتېدو ادعاوې کړې دي؛ په همدې حال کې، اسلامي امارت د هېواد د امنیت او ثبات پر ساتلو ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا