پاکستان ښايي له افغانستان سره سوداګریز او ټرانزیټي بندرونه پرانیزي

د پاکستان «جنګ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې ښايي له افغانستان سره ټول سوداګریز او ټرانزیټي بندرونه بېرته پرانیستل شي.
ورځپاڼې ویلي، د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په یوه ګډه ناسته کې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو پر بیا پرانیستلو خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو عادي کولو او د خلکو لپاره د قانوني او اسانه تګ راتګ زمینه برابرولو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز او ټرانزیټي بندرونه تېر کال له نښتو او بریدونو وروسته تړل شوي وو.

