عدلیې وزارت په امارتي ښارګوټو کې هر ډول معاملې منع کړې

د عدلیې وزارت وايي، په امارتي ښارګوټو کې د استوګنې او سوداګریزو ساحو کرایه، بیع وفا، پېر او پلور او هر ډول نوي تصرفات منع دي.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د ځمکو غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته سپارلو کمېسیون تر اوسه په هېواد کې لسګونه ښارګوټي امارتي تشخیص کړي دي.

عدلیې وزارت له افرادو او معاملاتو لارښوونې دفترونو غوښتي چې په امارتي او بېرته ترلاسه شویو ښارګوټو کې له هر ډول معاملې او د معاملاتو له منځګړیتوب څخه په کلکه ډډه وکړي.

وزارت همداراز له کرایه‌نیونکو غوښتي چې د کورونو او سوداګریزو ساحو کرایه اسلامي امارت ته وسپاري او ټینګار یې کړی چې پخواني متصرفین د کرایې اخیستو حق نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا