هرات کې د ۱۴۳ میلیونه ډالرو سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیلېږي

ټاکل شوې ده چې سبا (یکشنبه) د هرات ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د یوې سترې سمنټو کارخونې جوړولو چارې پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، پر دې پروژه ۱۴۳ میلیونه ډالره پانګونه کېږي او کارخونه به هره ورځ درې زره ټنه سمنټ تولیدوي.
د وزارت په وینا، د کارخونې له بشپړېدو او تولیدي فعالیتونو له پیل سره به شاوخوا پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

