مجاهد وایي د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول د امارت مهمه موخه ده

مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، اسلامي امارت ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره پراخې هڅې کړې او د لا ډېرو کاري زمینهوو رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې، له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره سره، په ګڼو برخو کې د پرمختګ هڅې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ځوانانو د کارموندنې لپاره ترسره شوې هڅې لا بسنه نه کوي او د هېواد وګړو ته د لا ډېرو کاري فرصتونو برابرول به د حکومت له مهمو موخو څخه وي.
د اسلامي امارت ویاند د هېواد لویو اقتصادي پروژو ته په اشارې ویلي، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به افغانستان د اقتصادي بدلون شاهد وي.
مجاهد همداراز ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو پراختیا ته پاملرنه شوې او د اړیکو لا پیاوړتیا لپاره به دغه بهیر دوام ومومي.

