د اسلامي امارت مشر پر دیني او مسلکي زده‌کړو ټینګار وکړ

له لوړو زده‌کړو وزارت سره په لیدنه کې د اسلامي امارت مشر پر علماوو او پوهنتوني مسوولینو د دیني او مسلکي روزنې، اصلاح او مسؤولیتونو پر سم ترسره کولو ټینګار وکړ.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

په دې ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزیر، د دغه وزارت مرستیالانو، مرکزي رئیسانو، د دیني مدرسو رئیسانو او د دولتي پوهنتونونو مسؤولینو ګډون کړی و.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپلو خبرو کې علماوو کرامو ته د ټولنې په اصلاح او د دین په ساتنه کې مهم مسؤولیتونه ور په ګوته کړل او ویې ویل، الله تعالی علماوو ته علم ورکړی او هغوی یې د خلکو د اصلاح او د دیني پوهاوي د پراختیا لپاره ځانګړي کړي دي.

نوموړي وویل، علما د انبیاوو علیهم‌السلام وارثان دي او د دین د ساتنې ترڅنګ د خلکو د لارښوونې مسؤولیت هم لري. هغه زیاته کړه، هر څومره چې د یوه کس مقام لوړ وي، مسؤولیت یې هم ورسره زیاتېږي؛ له همدې امله باید علما، امیران او مسؤولین خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نظام د ټینګښت لپاره پر اطاعت، اتفاق او وحدت ټینګار وکړ او ویې ویل چې علما باید د دغو ارزښتونو په عملي کولو کې مخکښ واوسي.

هغه د پوهنتونونو مسؤولینو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه او ویې ویل، د پوهنتونونو رئیسان، استادان او نور مسؤولین ځکه دروند مسؤولیت لري چې محصلین یې تر روزنې لاندې دي او همدا ځوانان به په راتلونکي کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې محصلین باید په مسلکي او دیني برخو کې په هر اړخیز ډول وروزل شي او مسؤولین باید ورته جدي پاملرنه وکړي، څو په راتلونکي کې د هېواد د ادارو، روغتیا، انجینري او نورو برخو لپاره مسلکي او مسؤول کادرونه چمتو شي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د دیني پوهاوي، سالمې روزنې او مسلکي زده‌کړو له لارې د ځوان نسل اصلاح او روزنه د پوهنتونونو له مهمو مسؤولیتونو څخه ده او له مسؤولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

په پای کې د لوړو زده‌کړو وزارت د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه معلومات وړاندې شول او ګډونوالو له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپله بیعت تازه کړ او د شرعي نظام د ټینګښت او خدمت په برخه کې یې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا