غزني کې ناچاوده توکو دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غزني امنیه قومانداني وایي، په مرکز او قره‌باغ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو په دوو جلا چاودنو کې دوو ماشومانو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، لومړۍ پېښه تېره ورځ مازیګر د غزني ښار اړوند نوغي کلي کې هغه مهال شوې چې یو شمېر ماشومان پر ناچاوده توکو لوبې کولې.

سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دویمه پېښه هم تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په میرحسن کلي کې شوې چې له امله یې یوه ۱۲ کلنه ماشومه ټپي شوې ده.

امنیه قومانداني له خلکو، په ځانګړي ډول له کورنیو، غوښتي چې ماشومان له ناچاوده توکو لرې وساتي او د ورته توکو له موندلو وروسته له لمس کولو ډډه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا