د لویې څارنوالۍ متقاعدینو ته د تقاعد حقونو ورکړه پیلېږي

د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د تقاعد حقونو عمومي ریاست په ټاکل شوي یوولسم نوبتي مهال‌وېش کې د لویې څارنوالۍ ملکي او نظامي متقاعدین شامل شوي او د تقاعد حقونو ورکړه به یې د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې ترسره شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د لویې څارنوالۍ متقاعدینو ته د تقاعد حقونو ورکړې بهیر به د زمري له ۱۹مې تر تلې ۱۹مې پورې دوام وکړي.

وزارت له هغو متقاعدینو غوښتنه کړې چې نومونه یې په دې پړاو کې شامل دي، له حضوري مراجعې مخکې د وېبپاڼې له لارې نوبت ترلاسه کړي او په ټاکلې نېټه اړوندې ادارې ته مراجعه وکړي.

همداراز له هغو متقاعدینو غوښتل شوي چې نومونه یې په دې پړاو کې شامل نه دي، تر بل اعلان پورې له مراجعې ډډه وکړي.

د مالیې وزارت په وروستیو میاشتو کې د بېلابېلو دولتي ادارو متقاعدینو لپاره د تقاعد حقونو ورکړې مهال‌وېشونه اعلان کړي او د ټاکل شوو پړاوونو له مخې یې د حقونو د ورکړې لړۍ روانه ساتلې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا