په هرات کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

په هرات ولایت کې د سمنټو یوې سترې فابریکې جوړولو چارې نن د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، قرارداد یې له یوې کورنۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې د فابریکې ودانیزې چارې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

له هغې وروسته به د سمنټو استخراج او تولید پیل شي.

د نوموړي په وینا، قراردادي شرکت به پر دې پروژه ۱۴۳ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د فعالیت له پیل سره به یې ورځنی تولید شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولین وايي، د فابریکې په فعالیت سره به شاوخوا پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو پیل مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالانو، د کابینې یو شمېر وزیرانو او نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له سترو صنعتي پروژو ګڼل کېږي، چې د سیمې خلکو یې د سمنټو استخراج او تولید پیل ته له کلونو راهیسې انتظار کاوه.

دغه پروژه د هرات ښار شاوخوا ۳۰ کیلومتره لوېدیځ ته، د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا