څېړنه پخواني افغان پوځیان اوس په بلوچستان کې جګړه کوي

د «پیرهیشیا نیوز» په نوم یوې رسنۍ په تازه خپاره کړي مطلب کې ادعا کړې چې د افغانستان د تېر حکومت یو شمېر پخواني پوځیان په بلوچستان کې د پاکستان له «ترهګرۍ ضد» عملیاتو سره یوځای شوي دي.

د دغې رسنۍ په وینا، پخواني افغان پوځیان په بلوچستان کې د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان د پوځ په ملاتړ فعالیت کوي.

په مطلب کې ادعا شوې چې پاکستان په ځینو سیمو کې د خپلو پوځي فعالیتونو د محدودیت له امله له نیابتي وسله‌والو ډلو کار اخلي او خپلې موخې د هغوی په مرسته پر مخ وړي.

د راپور له مخې، پخواني افغان پوځیان د پوځي نظم، سرحدي سیمو کې د جګړې تجربې او لږې سیمه‌ییزې روزنې اړتیا له امله استخدام شوي دي.

څېړنه ادعا کوي چې دغه پخواني افغان پوځیان د کومې ځانګړې ایډیالوژۍ پر بنسټ نه، بلکې د خپل ژوند د پایښت او اقتصادي اړتیاوو له امله جګړه کوي.

یادونه: په راپور کې مطرح شوې ادعاوې د یادې رسنۍ د څېړنې موندنې دي او په خپلواکه توګه یې د کره‌والي تایید نه دی شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا