افغانستان د ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۷ کال کرکټ نړیوال جام ته یې لار وموندله.

افغانستان د جمعې په ورځ د ایرلنډ په برېډي ښار کې لومړی توپ وهنه وکړه او کوربه لوبډلې ته یې د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا د دواړو لوبډلو ترمنځ په روانه لړۍ کې لومړۍ بشپړه شوې لوبه وه؛ ځکه لومړۍ لوبه د باران له امله له ترسره کېدو پرته لغوه شوې وه.

افغانستان په دې بریا سره د هغو لوبډلو په کتار کې شامل شو چې د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته یې مستقیمه لار موندلې ده.

تر اوسه له افغانستان سره یوځای سویلي افریقا، زیمبابوې، هند، اسټرالیا، نیوزیلنډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا هم نړیوال جام ته رسېدلي دي.

سویلي افریقا او زیمبابوې د کوربه هېوادونو په توګه نړیوال جام ته مستقیمې لار موندلې، په داسې حال کې چې نورو لوبډلو د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د مقام‌ټاکنې له مخې د نړیوال جام ګډون ترلاسه کړی دی.

د افغانستان له لارموندنې سره، ویسټ انډیز نور د نړیوال جام د مستقیمې لارموندنې له پاتې فرصتونو څخه ګټه نه شي اخیستلای، خو ایرلنډ به د نړیوال جام غوراوي لس‌لوبډیزو سیالیو له لارې د ګډون هڅه کوي.

افغانستان او ایرلنډ به د پنځه‌لوبیزې لړۍ درې نورې لوبې هم ترسره کړي.

درېیمه لوبه به د دوشنبې په ورځ، څلورمه د اګست پر ۱۲مه او پنځمه د اګست پر ۱۵مه ترسره شي.

د ۲۰۲۷ کال کرکټ نړیوال جام به د سویلي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا