آریانا د بوینګ ۷۳۷ الوتکې نوی انجن نصب کړ

آریانا افغان هوايي شرکت وایي، تخنیکي ټیم یې د بوینګ ۷۳۷ الوتکې د نوي انجن نصبولو چارې په بریالیتوب بشپړې کړې دي.
د شرکت په وینا، نوی انجن د ۲.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له یوې امریکايي کمپنۍ پېرل شوی او د نصب چارې یې د آریانا تخنیکي ټیم ترسره کړې دي.
یاده الوتکه شاوخوا دوه کاله وړاندې په خوست نړیوال هوايي ډګر کې له یوې پېښې سره مخ شوې وه.
د شرکت په وینا، الوتکه به تر بشپړو تخنیکي ازموینو او د خوندیتوب معیارونو تر پوره کولو وروسته بېرته الوتنو ته چمتو شي.

