د یفتل پایین ولسوال وایي مخالفین یې د پخواني دښمن په ملاتړ راولاړ شوي

د بدخشان کوز یفتل ولسوالۍ لپاره د اسلامي امارت ولسوال عبدالقدیر غفوري ادعا کوي چې د اسلامي امارت مخالفې ډلې د هغو هېوادونو په ملاتړ فعالیت کوي چې تر دې وړاندې یې دښمن بلل.

غفوري دغه څرګندونې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغه ویلي، مخالفې ډلې اوس له هغه هېواد سره ولاړې دي چې پخوا یې ورسره مخالفت کاوه، خو نوموړی یې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

نوموړي پاکستان ته په اشارې ویلي، مخالفې ډلې له یاد هېواد سره د واک ترلاسه کولو په موخه ملګرتیا کوي؛ خو په خبره یې، واک ته د رسېدو هیله به یې یوازې یو ارمان پاتې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د اسلامي امارت پر وړاندې د ځینو مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو ادعاوې شوې دي.

تر دې وړاندې «سپاهیان میهن» په نوم یوې ډلې ادعا کړې وه چې د کوز یفتل ولسوالۍ مرکز ځینې برخې یې د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

تر هغې وروسته «ازادۍ جبهې» ډله هم د ورته اقدام ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې څو ورځې یې له اسلامي امارت ځواکونو سره نښتې کړې دي.

له دې سره، د سمیع سادات په مشرۍ «متحدې جبهې» ډله هم د خپلو پوځي فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړی او د یو شمېر بریدونو ادعا یې کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا