دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې ته نږدې ګڼ شمېر وسلې او طبي توکي نیول شوي

د هېواد دفاع وزارت وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د قاچاق پر وړاندې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مهمات، طبي توکي، وسایط او نور قاچاقي توکي کشف او ضبط کړي دي.
دغه وزارت نن، دوشنبه د اګست ۱۰مه، په خبرپاڼه کې ویلي، چې اړوندو قطعاتو او جزوتامونو په بېلابېلو سیمو کې د کشفي، استخباراتي او سرحدي عملیاتو پر مهال یاد توکي ترلاسه کړي دي.
د وزارت په وینا، په نیول شویو توکو کې ۶۶ میله کلاشینکوفونه، ۲۰ میله M16، ۱۷ میله M4، ۳۳ قبضې تفنګچې، اته زره فیره سپکې او درنې مرمۍ، ۴۵ عرادې بېلابېل وسایط، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهیي توکي، ۴۸۶ کارتنه روغتیايي درمل، ۲۳۷۳ راسه پسونه او ۳۴ بنډله ثانیهسوز شامل دي.
سرچینه زیاتوي، چې د یادو عملیاتو په تړاو ۳۹ تنه د قاچاق په تور نیول شوي دي.
دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې د امنیت، سرحدونو او اقتصادي ګټو د خونديتوب په موخه به د قاچاق پر وړاندې مبارزه لا هم پیاوړې او دوامداره وساتي.

