شرعي: د غصب شویو ځمکو تثبیت له قومي، مذهبي او ژبني مسایلو سره تړاو نه لري

اسلامي امارت د غصب شویو ځمکو د تثبیت او بېرته سپارلو بهیر حقوقي موضوع بولي او وايي چې دغه بهیر له قومي، مذهبي او ژبنیو مسایلو سره تړاو نه لري.
د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي، له غاصبینو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او استرداد حقوقي موضوع ده او د محکمې د پرېکړو عملي کول د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی.
شرعي زیاته کړې، د کمېسیون او اشخاصو ترمنځ د هغو ځمکو په اړه چې قضیه پرې روانه وي، شرعي پرېکړه کول د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې صلاحیت دی.
نوموړي ټینګار کړی چې له پرېکړې وروسته کمېسیون مکلف دی، د قانون او شرعي اصولو له مخې یې عملي کړي.
هغه دا څرګندونې له خیریه بنسټونو سره په یوه ناسته کې کړې دي.
نوموړي له یادو بنسټونو غوښتي چې د مرستو وېش پر مهال له اړمنو کسانو د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستو ډډه وکړي او د خلکو له بېوزلۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د عدلیې وزارت د «امید ښارګوټي» ځمکه امارتي اعلان کړې او اوسېدونکو ته یې د کورونو پرېښودو لپاره د زمري تر ۱۵مې نېټې وخت ټاکلی و.
د ښارګوټي استازو وروسته کندهار ته سفر کړی او د دغه ولایت له والي ملا شیرین سره یې د موضوع په اړه خبرې کړې وې.
د اسلامي امارت مسوولین وايي، د امارتي ځمکو د تثبیت او بېرته سپارلو بهیر د اسنادو او شرعي او قانوني موازینو له مخې پر مخ وړل کېږي.

