غزني کې ۲۴ کلن ځوان د کب نیولو پر مهال ډوب شوی

د غزني امنیه قومانداني وایي، د اجرستان ولسوالۍ په لنګرخېلو سیمه کې یو ۲۴ کلن ځوان د کبانو نیولو پر مهال په سیند کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه هغه مهال شوې چې احمدشاه غوښتل د جنراتور په برېښنا د سیند له اوبو کبان ونیسي، خو اوبو ډوب کړی دی.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونه د پېښې له راپور ترلاسه کولو وروسته سیمې ته رسېدلي، د نوموړي جسد یې موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې یوه ښځه او مېړه یې په یوه حوض کې د ډوبېدو له امله مړه شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا