اقتصادي معاونیت د تخنیکي زده‌کړو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک کړل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو، تمویلوونکو او پراختیايي شریکانو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو د شریکولو لومړنۍ غونډه ترسره شوې ده.

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې راغلي، غونډه کې له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شوي دي.

دغه لومړیتوبونه د افغانانو پر واقعي اړتیاوو ولاړ دي او د زیربناوو او تجهیزاتو، ښوونیزو پروګرامونو، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخې رانغاړي.

اعلامیه زیاتوي، راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ به تر ممکنه حده د یادو لومړیتوبونو له مخې تنظیم او همغږې شي، څو سرچینې له اړتیاوو او پراختیايي چارې له واقعي پایلو سره سمون ومومي.

بلخوا، د تمویلوونکو بنسټونو استازو ویلي، د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو له معلومېدو سره به خپل راتلونکي فعالیتونه لا ښه تنظیم او پلي کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا