صوفیا محمدزۍ پخوانۍ افغان خبریاله په هند کې مړه شوه

صوفیا محمدزۍ، پخوانۍ افغان خبریاله، له اوږدې مودې سرطان ناروغۍ او سختو ستونزو وروسته تېره ورځ (چهارشنبه، د زمري ۲۱مه) په هند کې مړه شوې ده.
محمدزۍ له څو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته وه او د ژوند په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ وه.
د معلوماتو له مخې، په تېره اوونۍ کې یو شمېر خبریالانو د هغې د درملنې او ملاتړ لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی و.
صوفیا محمدزۍ د خبریالې، نطاقې او پروډیوسرې په توګه له بېلابېلو رسنیو او ادارو سره کار کړی و او د خپلو همکارانو او ملګرو ترمنځ د هڅاندې، ژمنې او مسوولې خبریالې په توګه پېژندل کېده.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) هم په یوه اعلامیه کې د محمدزۍ مړینه د افغانستان رسنیزې ټولنې ته لویه ضایعه بللې او له کورنۍ او خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

