د ماشومانو ژغورنې صندوق په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښمن دی

د ماشومانو ژغورنې صندوق په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې شاوخوا ۳٫۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه صندوق په یوه راپور کې ویلي، په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ۱۴ سلنه زیاته شوې او اوس نږدې له هرو لسو ماشومانو یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.
راپور زیاتوي چې د بشري مرستو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د میلیونونو کسانو لاسرسی محدود کړی او په تېرو څو کلونو کې نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی دی.
د ماشومانو ژغورنې صندوق له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي او هغوی یوازې پرېنږدي.
په همدې حال کې، د ناروې کډوالو شورا مشر هم په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

