کارولین لویټ د سپینې ماڼۍ د ویاندې له دندې استعفا کوي

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ اعلان کړی چې د شخصي دلایلو او خپلو ماشومانو ته د ډېر وخت ځانګړي کولو لپاره له خپلې دندې استعفا کوي.
لویټ ویلي، له سپینې ماڼۍ د وتلو پرېکړه ورته «ترخه او خوږه» ده او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې مننه کړې چې د ویاندې په توګه یې پرې باور کړی دی.
بلخوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لویټ غوښتي چې له سپینې ماڼۍ بهر د هغه د لوړپوړې سلاکارې په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې نوموړې د روانې اګست میاشتې تر پایه د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه پاتې شي.
۲۸ کلنه کارولین لویټ د سپینې ماڼۍ په تاریخ کې تر ټولو ځوانه ویانده بلل کېږي.
نوموړې په دې وروستیو کې د خپل دویم ماشوم له زېږون وروسته بېرته خپلې دندې ته ستنه شوې وه.

