کاپیسا کې ۳۵ بندیان خوشې او د ۱۴ نورو د بند موده کمه شوه

د کاپیسا قضایي چارواکو د زمري ۲۴مې په مناسبت د ۳۵ بندیانو د خوشې کېدو او د ۱۴ نورو د بند مودې د کمېدو اعلان کړی دی.

د کاپیسا استیناف محکمې مشر عزیزالرحمن حقاني ویلي، دغه پرېکړه د اسلامي امارت د مشر د ۶۹۰ ګڼې فرمان پر بنسټ شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دې پرېکړې له مخې په کاپیسا عمومي زندان کې ۳۵ بندیان خوشې شوي او د ۱۴ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

چارواکو د بندیانو د هویت، جرمونو او د بند مودې د کمښت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

زمري ۲۴مه د اسلامي امارت په رسمي تقویم کې د «یوم‌الفتح» په نوم نمانځل کېږي او هر کال په دې مناسبت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو یا د بند مودې د کمېدو پرېکړې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا