حنفي: له درې میلیونو ډېر روږدي کسان درملنه شوي

مولوي عبدالسلام حنفي وایي، اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په کابل او نورو لویو ښارونو کې څه باندې درې میلیونه پر نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې زمینه یې ورته برابره کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې د روږدو کسانو درملنه، بېرته ټولنې ته د هغوی ورګرځول او د نشه‌یي توکو د استعمال مخنیوی د اسلامي امارت له مهمو ټولنیزو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

د نوموړي په وینا، اړوندو ادارو د درملنې په مرکزونو کې روغتیايي او رواني خدمتونه وړاندې کړي، څو درملنه شوي کسان وکولای شي عادي او سالم ژوند ته ستانه شي.

حنفي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې افغانستان له کلونو راهیسې د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق او روږدو کسانو له پراخې ستونزې سره مخ پاتې شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا