بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان پر پوله د ښځې وژنه وغندله

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان پولې ته څېرمه د یوې ښځې وژل کېدو په تړاو خواشیني څرګنده کړې او پېښه یې غندلې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د تاجکستان بدخشان خودمختارې سیمې د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې یوه ښځه د دواړو هېوادونو پولې ته څېرمه د ډزو په پایله کې وژل شوې ده.

نوموړي د نوموړې له کورنۍ او تاجکستاني ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

بلخي ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان بدخشان ځینو سیمو کې د «مخربو او فرصت‌طلبو» کسانو له لوري د بې‌نظمۍ رامنځته کولو هڅو په اړه راپورونه خپاره شوي، چې موخه یې د سیمې امنیت او ثبات او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور فضا زیانمنول بلل شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت امنیت، ثبات، ښه ګاونډیتوب، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي ته ژمن دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بې‌نظمۍ او ناامنۍ رامنځته کولو لپاره کار واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا