افغانستان نوي پوځي تجهیزات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل

افغان حکومت خپل نوي پوځي تجهیزات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل، چې د سپکو او درنو وسلو ترڅنګ پکې یو شمېر ټانکونه، اکمالاتي موټرونه، توغندي، پوځي دستګاوې او بې‌پیلوټه الوتکې هم شاملې دي.

د دغو پوځي تولیداتو نندارې د هېواد د دفاعي او پوځي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي امارت هڅې څرګندوي.

په نندارې کې وړاندې شوي تجهیزات د بېلابېلو پوځي اړتیاوو لپاره کارول کېږي او د هېواد دننه د دفاعي وسایلو د تولید او برابرولو پر بهیر تمرکز ښيي.

مسوولین ټینګار کوي چې د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د کورنیو ظرفیتونو پیاوړتیا به د اړتیا وړ وسایلو په برابرولو کې د هېواد پر ځان بساینې ته زمینه برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا