فضلي وایي ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي، په هلمند کې د زمري ۲۴مې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او هڅه کوي په هېواد کې نظم او ثبات ګډوډ کړي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت خپل اولادونه افغانستان ته راستانه کړي، څو د ده په وینا، بهرني هېوادونه ترې د افغانستان پر ضد په ناسمه توګه استفاده ونه کړي.

