مجاهد: د افغانستان د خپلواکۍ پر وړاندې هر ګواښ به له ماتې سره مخ شي

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، واک ته د اسلامي امارت د بېرته ستنېدو پنځمې کلیزې په مناسبت، د زمري ۲۴مه د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ نښه بللې ده.
مجاهد ویلي، د افغانستان آزادۍ او خپلواکۍ ته متوجه هر ډول ګواښ به له ماتې سره مخ شي.

