د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیز نوملړ د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو لپاره اعلان شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ز کال اسیايي لوبو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ.
په لوبډله کې دروېش رسولي، اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیبالله ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمان ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی شامل دي.
ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ز کال اسیايي لوبې د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې د سپټمبر له وروستیو څخه د اکتوبر تر لومړۍ اونۍ پورې ترسره شي.
افغان ابدالیان به په خپلې ډله کې له جاپان او نیپال سره سیالۍ وکړي.

