عطاءالله عمري د اقتصادي همکاریو لپاره بلاروس ته تللی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سرپرست وزیر عطاءالله عمري د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته تللی دی.

وزارت زیاتوي، عمري به په دې سفر کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ګډ کمېسیون په دویمه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې افغان پلاوی د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال له بلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوه‌اړخیزو همکاریو او ګډو اقتصادي فرصتونو خبرې وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا