مجاهد پاکستان د وسله‌والو ډلو پر ملاتړ تورن کړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا پاکستان په وسله‌والو ډلو له ملاتړ او هغوی ته په روزنه ورکولو تورن کړی دی.

مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د ګاونډیو هېوادونو پر ملامتولو پر ځای خپلې اړیکې ورسره ښې کړي او د خپل هېواد دننه امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي، پاکستان باید خپلې ستونزې د ګاونډیانو په تورنولو نه، بلکې د سیمه‌ییزې همکارۍ او مناسبو اړیکو له لارې حل کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان پر افغانستان د ناامنۍ په تړاو تورونه لګولي، خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا