قالیباف د سیمهییزو تحولاتو او دوهاړخیزو اړیکو په تړاو عراق ته ځي

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۸مه، د یوه پارلماني پلاوي په مشرۍ عراق ته سفر وکړي.
د دغه سفر موخه د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې، د تهران او بغداد ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا او په لوېدیځه اسیا کې د ثبات او امنیت ټینګښت لپاره د ګډو لارو چارو ارزونه بلل شوې ده.
ټاکل شوې قالیباف په بغداد کې له لوړپوړو عراقي چارواکو سره هم وګوري او د دوهاړخیزو اړیکو پراختیا، سرحدي امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي همکاریو او ګډو هوکړو پر عملي کېدو خبرې وکړي.

