مزارشریف کې ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د شمال زون امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په مزارشریف ښار کې ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، یاده ځمکه د مزارشریف ښار نهمې ناحیې اړوند «قلعه حجري» سیمه کې موقعیت لري او د اسنادو او مدارکو له بشپړې ارزونې وروسته امارتي تثبیت شوې ده.

د اعلامیې له مخې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر لومړنۍ ارزونې وروسته، د قانون ۱۷مې مادې له مخې د ځمکې دوسیه اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.

محکمې د متصرفینو او کمېسیون اسناد، املاکي دفاتر او اړوندو ادارو معلومات په دقیق ډول ارزولي او پرېکړه یې کړې چې ټوله ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.

عدلیې وزارت ویلي، د محکمې پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا