د ملګرو ملتونو چارواکې: د افغان ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي

سیما باهوس، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره، د اسلامي امارت واک ته رسېدو پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو محرومیت باید هېڅکله عادي ونه ګڼل شي.

باهوس په اېکس‌پاڼه لیکلي: «د افغان ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي.»

هغې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو دغه اداره د افغانستان د ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوی له حقونو، کرامت او غږ څخه ملاتړ کوي.

بلخوا، اسلامي امارت تر دې وړاندې د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت پر بنسټ تأمین شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا