حنفي په بامیان زندان کې د بندیانو وضعیت وڅېړه

عبدالسلام حنفي د بامیان له والي ګلحیدر شفق سره یوځای، د دغه ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه او د بندیانو روغتیايي، خوراکي او حقوقي وضعیت یې وڅېړه.
حنفي ټینګار وکړ چې له بندیانو سره هر ډول ناوړه او تاوتریخجن چلند د منلو وړ نه دی او باید د ټولو زندانیانو حقونه له هر ډول توپیر پرته رعایت شي.
د لیدنې پر مهال د بندیانو دوسیې، د ساتنې ځایونه، روغتیايي او خوراکي وضعیت او اساسي اړتیاوې هم وڅېړل شوې.
نوموړي وویل، مطرح شوې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې لازم اقدامات وشي.
په همدې حال کې، د بامیان والي د بندیانو د خوراکي او روغتیايي ستونزو پر حل او له خپلو کورنیو سره د هغوی د لیدنو پر منظمولو ټینګار وکړ.

