برادر: نړیوال ځواکمن هېوادونه دې د افغانستان له تاریخ څخه عبرت واخلي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وایي، افغانستان خپله خپلواکي په اسانۍ نه ده ترلاسه کړې او د ساتنې لپاره یې باید له هر ډول سیاسي او اقتصادي تړاو څخه ډډه وشي.

برادر دا څرګندونې د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانان باید په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له تېرو ماتو او تجربو عبرت واخلي او د هېواد خپلواکۍ، ثبات او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

هغه ویلي، د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ ترڅنګ باید د نوې زده‌کړې او پرمختللې ټکنالوژۍ کارونې ته زمینه برابره شي، څو هېواد د پرمختګ پر لور لا ډېر ګامونه واخلي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له مخالفینو او د امنیت ګډوډوونکو کسانو هم غوښتي چې له کورنیو جګړو او بې‌ثباتۍ رامنځته کولو ډډه وکړي او د هېواد ابادۍ او پرمختګ لپاره له نظام سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې یو شمېر لویې اقتصادي پروژې پلې شوې او د پراختیايي او اقتصادي پروژو د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

برادر هغو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو ته چې د نوموړي په وینا، د افغانستان پر وړاندې ناوړه موخې لري، هم ویلي چې د افغانستان له تاریخ څخه دې عبرت واخلي او د لاسوهنې او مخالفت پر ځای دې د اصولو په چوکاټ کې هر اړخیزې اړیکې او همکارۍ غوره کړي.

هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره رسمي او هر اړخیزې اړیکې نه یوازې د هېواد په ګټه دي، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره هم ارزښت لري.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د سیمه‌ییزې او نړیوالې فعالې ونډې لپاره چمتو دی او په دې برخه کې روښانه تګلاره لري.

نوموړي له نړۍ غوښتي چې له اسلامي امارت سره د رسمي اړیکو لپاره عملي ګامونه واخلي او د مخالفت پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا