د اسلامي امارت د دفاع وزیر پاکستان ته: د افغانانو د غلامۍ تمه مه کوئ

د اسلامي امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې ټولو نږدې او لرې هېوادونو او لورو ته په خطاب کې ویلي، له افغانانو دې د غلامۍ تمه نه کېږي او هېڅ لوری دې هڅه نه کوي چې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې د خپلو غوښتنو له مخې حرکت وکړي.
مجاهد ویلي، افغانستان نه پر کوم هېواد تېری کړی او نه یې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، دا د اسلامي امارت سیاست نه دی، خو د دین، عقیدې، هېواد او خپلې پالیسۍ ساتنه د افغانستان حق دی.
د اسلامي امارت دفاع وزیر له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره تعامل پراخ کړي، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ وکړي او د ستونزو د حل لپاره خبرې او مذاکرات پیل کړي.

