فراه کې د افغانستان او ایران د چارواکو ګډه ناسته وشوه

د فراه والي الحاج ملا محمد حافظ «مجاهد»، د ایران د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي او د دواړو لورو یو شمېر چارواکو په ګډه ناسته کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په ناسته کې د بندر شیخ ابونصر فراهی سړک پاتې برخې بشپړولو، سوداګریزو ستونزو هواري، ګرځندوی، کرنې، زدهکړو او د اړیکو لا اسانه کولو په اړه بحث شوی دی.
د فراه والي د ترسره شویو هوکړو پر عملي کېدو ټینګار کړی، ورسره د جنوبي خراسان والي ژمنه کړې چې د یاد سړک پاتې ۶۴ کیلومتره برخه به د ژمي تر رارسېدو مخکې بشپړه کړي.
همداراز، ټاکل شوې چې په راتلونکو ګډو ناستو کې د دواړو لورو ترمنځ یو شمېر تفاهملیکونه هم لاسلیک شي.